تازه خبرونه
د داکتر شریف فایض مړینه هېواد او هېوادوالو ته لویه ضایعه ده
په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون بنسټ ایښودونکی، استاد او څېړونکی داکتر شریف فایض تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ولسمشر اشرف غني د نوموړي کورنۍ او د افغانستان علمي ټولنې ته پر پېښه خواشیني ښیي او څرګندوي؛ د لوړو زدکړو پخواني وزیر هڅه وکړه، چې ځوانان زدکړې وکړي او د هېواد په بیارغاونه کې خپله ونډه ادا کړي.
خلک په ځانګړې توګه لیکوالان د هغه مړینه لویه ضایعه بولي.
داکتر شریف فایض له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۷ کلونو پورې د افغانستان د لوړو زدکړو وزیر و. هغه د ۷۳ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ. شریف فایض علمي سټه وه، چې په ۲۰۰۶ کال کې یې د افغانستان امریکایي پوهنتون د بنسټ ډبره کېښوده او هڅه یې وکړه، چې ځوانان عصري زدکړې وکړي.
د لوړو زدکړو وزارت د نشراتو رییس ضیا ساحل وایي، چې د ارواښاد داکتر فایض مړینه د هېواد علمي ټولنو او خلکو ته ستره ضایعه ده. داکتر فایض یو علمي څېړونکی، د ټینګ عزم او پوهې لرونکی و.
داکتر فایز د لوړو زدکړو د وزیر، د افغانستان د امریکایي پوهنتون د رییس، څېړونکي او استاد په توګه په خپلو دندو کې ډېر ښه ځلیدلی او هڅه یې کړې، چې ټولنه پر زدکړو سمباله او د علمي مخکښانو لرونکې کړي.