تازه خبرونه

د طالب او امریکایي استازيو د لومړنۍ هوکړې پر مسودې کار روان دی- شاهین

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې طالب سرچینو ویلي، چې طالب استازي او امریکایي پلاوی د افغان سولې په اړه پر لومړنیو مسایلو هوکړې ته رسیدلي؛ خو اوس یې پر مسودې کار روان دی.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان سولې په اړه امریکایي استازي او طالب پلاوی په ښکاره پر اوږدو او پېچلیو خبرو بوخت دي. د خبرو په روان پېنځم پړاو کې جګپوړی طالب چارواکی ملا عبدالغني برادر او په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ماموریت قومندان جنرال سکات میلر هم ګډون لري.

په قطر کې د طالبانو سرچینې وايي؛ له امریکايي پلاوي سره لومړنۍ هوکړې ته رسیدلي یو، چې امریکايي سرتېري به له افغانستان څخه وځي؛ خو د وتلو د مهالوېش معلومولو دغه خبرې یو څه سوکه کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، چې په تېر پړاو کې هم له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او دا، چې افغانستان به د امریکا او نورو هېوادونو په خلاف نه کارول کیږي؛ له امریکايي پلاوي سره پرې هوکړې ته رسیدلي يو؛ خو اوس یې پر مسودې کار روان دی.

طالبان ټينګار کوي، چې امریکايي سرتېري باید له افغانستان څخه په بیړه ووځي؛ خو امریکا د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره وخت غوښتی دی، چې له همدې کبله د قطر خبرې پېچلې شوې دي.

سیاسي شنونکي وحید مژده ویلي؛ طالبان د امریکایي سرتېرو په وتلو کې بیړه کول غواړي. په داسې حال کې، چې امریکا د دې کار لپاره ۵ کاله وخت غوښتی او له همدې کبله د قطر خبرې اوږدې او پېچلې شوې دي.    

د طالبانو د واکمنۍ د امر باالمعروف ريیس مولوی قلم الدین وایي، چې د خبرو په دې پړاو کې هوکړه اړینه ده او باید یوې پایلې ته ورسیږو؛ ځکه د بهرنیو سرتېرو وتل د سولې له بهیر سره تړاو لري.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي د دغو خبرو د پایلو په اړه تر اوسه څه ندي ویلي.  

رویترز د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، چې امریکا هڅه کوي، د هند او پاکستان ترینګلي اړیکې د افغان سولې پر روانو خبرو ناوړه اغېزه ونکړي.

Trending

Exit mobile version