تازه خبرونه

د طالبانو د مذاکراتي ډلې نومونه له تور نوملړه ویستل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د شېر محمد عباس ستانکزي او ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د مذاکراتي ډلې د ۱۴کسانو نومونه په لنډمهاله توګه د ملګرو ملتونو له تور نوملړه ویستل شوي دي.

د  افغانانو د خپلمنځي خبرو او د طالب استازیو او امریکایانو د شپږم پړاو ناستې په درشل کې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو د ۱۴ کسیز پلاوي غړي له تور نوملړه د نهه میاشتو لپاره ویستلي دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي رییس شېر محمد عباس ستانکزی او د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم په دې نوملړ کې راغلي دي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، دا ژمنه هم شوې، چې څوارلس طالب مشران به د تل لپاره له تور نوملړ ووځي.

سیاسي مخکښ نظر محمد مطمئن  وایي، چې تمه ده، چې دغه مذاکرات پایله ولري؛ خو حکومت او یوشمېر سیاسي څېرې د دغو خبرو د ناکامولو هڅې کوي.      

تر اوسه ملګرو ملتونو او افغان حکومت په دې اړه څه ندي ویلي.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ازبکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د دې هېواد وړاندیز ستایلی، چې وایي، د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربتوب ته چمتووالی لري.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد  وایي، چې د ازبکستان د مشرانو سره په ناسته کې د افغانستان سوله او د تاشکند رول تر بحث لاندې راغلی دی. دا مهال د افغانستان د سولې بهیر په جدي توګه روان دی او دغه هېواد په دې لار کې کلیدي رول لري. د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمې هېوادونو همکاري هم ځانګړی ارزښت لري.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي، چې د سولې خبرو جدي څارنه دې وشي او دا راز دې له طالبانو څخه د سولې په احتمالي هوکړه لیک کې معتبر ضمانتونه واخیستل شي.

د افغانستان  بشر حقونو خپلواک کمېسیون رییسه سیما ثمر وایي، چې باید د سولې د هوکړه لیک د پلي کیدو لپاره له طالبانو ضمانت واخیستل شي، چې په خپلو ژمنو کې ټینګ پاتې شي.            

امریکایي رسنیو ویلي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو رییس څو ورځې مخکې په پټه کابل ته راغلی و او په افغانستان کې یې د امریکا د پوځي او استخباراتي حضور په تړاو له ولسمشر غني او د ملي امنیت له لوی رییس محمد معصوم ستانکزي سره يې خبرې کړي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ دا خبر ندی تائید کړی.

ټاکل شوې د پخلاینې عالي شورا د هغه پلاوي د ترکیب په تړاو د شنبې پر ورځ وروستۍ پرېکړه وکړي ، چې قطر ته ځي.

خبریال: شاهپور فرهمند

 

Trending

Exit mobile version