تازه خبرونه

د احمدضیا مسعود خبرې احساساتي او له ملي ګټو سره په ټکر کې دي- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 ولسمشر محمد اشرف غني د احمدضیا مسعود وروستۍ خبرې ناسنجول شوې، غیر مسولانه، احساساتي او له ملي ګټو سره په ټکر کې بولي.

احمد ضیا مسعود له دندې څخه له ګوښه کیدو وروسته په خپلو څرګندونو کې پر ولسمشر غني کم سارې نیوکې وکړې.

مسعود ادعا وکړه، چې ولسمشر د شمال د ناامنه کولو  طرحه تعقیبوي او طالبانو ته یې نیمایي خاوره سپارلې او هغه یې د طالبانو ستر ملاتړی وباله.

ولسمشر د نوموړي د خبرو په غبرګون کې وایي؛ دا ډول خبرې به ترهګرو ته زمینه برابره کړي، چې د عمل نوښت په خپل لاس کې واخلي.

اجرائیه رییس، چې د مسعود ګوندیز ملګری دی او په وروستیو ورځو کې یې ډېرې ناستې پاستې ور سره درلودې، هم غلی نه کیني او له ولسمشر سره ورته نظر څرګندوي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله هم وایي، چې د سیاستوالو دغه راز دریځونه کولی شي نظام کمزوری او ترهګر پیاوړي کړي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د  اختلافونو حل د خبرو اترو له لارې ممکن بولي.

نوموړی زیاتوي، د سیاستوالو تر منځ د نظر اختلافات او ناندرۍ یوازې ترهګر پیاوړي کولی شي.

د هغه په وینا، دغه راز اختلافونه باید د خبرو له لارې حل شي.

د ملي وحدت حکومت داسې ښکاري، چې د نظر اختلاف  په کې ډېر دی، څه موده مخکې اجرائیه رییس هم کم سارې نیوکې وکړې؛ خو اوس ویل کیږي، چې د ولسمشر او اجرائیی رییس تر منځ اختلافونه نشته. احمد ضیا مسعود د ۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملا وتړله؛ خو د ولسمشر په فرمان څه موده مخکې  هغه له دندې لیرې کړای شو. د احمد ایشچي تر قضیې وروسته جنرال دوستم هم په خپل کاري دفتر کې نه لیدل کیږي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version