تازه خبرونه
د اسلامی تمدن د پلازمېنې په توګه د غزني شپږمه کلیزه ونمانځل شوه
د غزني سلګونه اوسیدونکيو د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه د غزني د نومولو شپږمه کلیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بشیرمحمدی وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري، چې د دغه ولایت تاریخي آبدات پوره ورغول شي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي، په دغه ولایت کې د فرهنګي کارونو لپاره ښه زمینه برابره ده او فرهنګي بنسټونه باید خپل کارونه په منظم ډول ترسره کړي.
د غزني اوسیدونکي وايي، د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني د نومولو د شپږم کال مراسم ډېر ځانګړي ول، چې باید پراخه تر سره شوي وه.
د دغو مراسمو تر څنګ د آلو ګل میله او ننداره هم تر سره شوه .
په دې مراسمو کې د کتابونو او لاسی صنایعو او توکو نندارتون هم جوړ شوی و.