تازه خبرونه

د بغلان لاریونوال د کابل ـ مزار د لویې لار پرانستلو ته حاضر شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بغلان سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې له شپږورځني ځنډ وروسته د پارلماني ټاکنو د متعرضو نوماندانو پلویان حاضر شول، چې د کابل ـ شمال لویه لار خلاصه کړي.

د بغلان والي ویاند محمود حقمل رسنیو ته ویلي، چې لاریونوالو له هغې وروسته د لارې خلاصولو پرېکړه وکړه، چې له کابل څخه راغلي پلاوي ورسره خبرې وکړې او پر ځينو مواردو هوکړې ته هم رسیدلي دي.

لاریونوالو، چې له تېرې شنبې راپدیخوا يې لاریون پیل کړی و، حکومت تورنوي، چې د محبوب الله غفاري د غړیتوب په اړه یې درغلۍ ته لمن وهلې ده.

دغه نوماند په لومړنیو پایلو کې بریالی و؛ خو د وروستیو پایلو په نوملړيې نوم ونه ولیدل شو.

حقمل دا هم ویلي، چې له لاریونوالو سره هوکړه شوې، چې د حکومت یو مشر به د دې ولایت د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د بیا ارزونې حکم وکړي.

د یادونې ده ، چې د لاریونوالو د لومړۍ ورځې په لاریون کې د پولیسو پر ډزو یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version