تازه خبرونه
د طالبانو لخوا رسنیو ته ګواښونو د ارګ او سفارت غبرګونونه راوپارول
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د طالبانو له ګواښ یوه ورځ وروسته په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې خبریالي جرم نه، بلکې له ارزښت ډک (عامه چوپړ) دی.
نوموړی ویلي، چې د رسنیو وده او پراختیا د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو ښکارندویي کوي.
دغه راز نوموړي له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو او رسنیو له ګواښونو دې لاس واخلي.
د نوموړي په اند؛ د خبریالانواو ملکي وګړیو پر وړاندې تاوتریخوالی نه د افغانستان لپاره امنیت رامنځته کوي او نه له طالبانو سره موخې ته په رسیدو کې مرسته کولی شي.
دغه راز ارګ هم د طالبانو ګواښ ته غبرګون ښودلی او څرګندوي، چې د بیان آزادی د دولت او ملت لاسته راوړنه ده، چې پر سرښمدنو تر لاسه شوې. د افغانستان ملي وحدت حکومت مسوولانه هڅې کړي، چې له دغه ارزښته ساتنه وکړي او د ودې زمینه ورته برابره کړي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې حکومت له رسنیو سره د ګډې کمیتې او دغه راز د خبریالانو د خوندیتوب د کړنلارې له مخې د خبریالانو او د رسنیو د دفترونو ساتنه کوي او په دې اړه به هیڅ راز هڅه ونه سپموي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو نظامي کميسيون تېره ورځ خبرداری ورکړی؛ که تر راتلونکې يوې اوونۍ ټول تلويزونونه، سیمه ییز او مرکزي راديوګانې د امنیتي بنسټونو سوداګريزو اعلانونو له خپرولو لاس وانخلي، دوی به يې د استخباراتو د ځالو په توګه وپېژني او بیا به د راتلونکیو بدو پېښو مسوولیت هم د دوی پرغاړه وي.