تازه خبرونه

د طالبانو او امریکایانو د خبرو ودریدل باید د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي- ملګري ملتونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو ودریدل باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډېریدو سبب نشي.

له طالبانو سره د امریکا لخوا د خبرو له لغو کیدو وروسته واشنګتن ویلي، چې په افغانستان کې جنګیږي او طالبان هم ورته خبره کوي.

ملګري ملتونه دواړو خواوو ته وایي، د مذاکراتو لغو کېدل باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب نشي.

د ملګرو ملتونو د ټولنې سرمنشي ویاند  استفان دوجاریک وایي؛ مونږ هیله لرو، چې  د واشنګتن او طالبانو د خبرو اترو ځنډیدل په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب نشي؛ خبرې اترې په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسیدو د حل یوازنۍ لار ده او د ښکېلو خواوو د غوښتې په صورت کې مونږ له هغوی سره مرستو ته تیار یو.

دا، چې آیا اوس هم طالبان او امریکا اړیکې لري؟

په دې اړه د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، د امریکا له استازیو سره د دوی اړیکې روانې دي او له واشنګتن سره یې د هوکړه لیک د لغو کیدو په تړاو سپیناوی غوښتی او څرګندونو ته یې په تمه دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي؛ دواړو خواوو د هوکړه لیک ترلاسلیک پورې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره هیڅ راز ژمنه نه درلوده او ټاکل شوې وه، چې له لاسلیک وروسته یې تاوتریخوالی کم شوی وای.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر جیمس متیس  ویلي، که طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې وای؛ دوی دې ډلې سره کومه ستونزه نه درلوده، خو د هغه په وینا، طالبانو پرېکړه وکړه، چې له القاعده ساتنه وکړي او ور سره اړیکې وساتي.

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر جیمس متیس وایي: ۹۱ هېوادونو طالبانو ته وړاندیز وکړ، چې که له القاعده سره اړیکې پرې کړي؛ ور سره کومه ستونزه نلري. ولسمشر بوش، ولسمشر اوباما او ولسمشر ترمپ طالبانو ته دا وړاندیز وکړ؛ خو طالبانو رد کړ. زه ډېر حیران شوم، چې دې ځای ته را ورسیدو.

د امریکا جمهوري غوښتوونکی سناتور لیندسي ګراهام ویلي، څو پورې، چې طالبان خپل چلند بدل نکړي؛ له دې ډلې سره د سولې خبرې نکیږي.

په دې حساب به د افغانستان جګړه ترناڅرګند وخت پورې روانه وي؛ خو د ملګرو ملتونو ټولنې دا هم په ډاګه کړې، چې د ښکېلو خواوو د غوښتنې په صورت کې دا ټولنه چمتووالی لري، چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې همکاري وکړي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version