بلخ @ps
د بغلان پر بورقه ولسوالۍ طالبانو برید کړى
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بغلان ولایت پر بورقه ولسوالۍ طالبانو برید کړى او له افغان امنیتي ځواکونو سره یې پرې نښته روانه ده.
ویل کیږي، چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.
د بورقه ولسوالۍ ځینو اوسیدونکیو په ډاګه کړې، چې طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې شوي دي.
امنیتي سرچینو پر بورقه د طالبانو د برید خبر تائید کړی؛ خو په جګړه کې د مرګ و ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نشته.