تازه خبرونه

د طالبانو او امریکانو ترمنځ هوکړه به په یوه اوونۍ کې لاسلیک شي- سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امریکایي او طالب پوځي چارواکي په دوحه کې د سولې خبرو په اړه پر وروستیو برخو سلا مشورې کوي.

د طالب استازیو او امریکایانو نهم پړاو خبرې په دوحه کې درېیمې ورځې ته وغزیدې او ویل کیږي، چې دوی تر نیمې شپې سلا مشورې کړې دي.

د دواړو لوریو پوځي مسوولین او چارواکي د هوکړې پر وروستیو جزئیاتو کار کوي او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قومندان سکات میلر هم په دې خبرو کې شته دی.

له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل، چې استخباراتي ځواکونه هم په کې راځي؛ د خبرو اترو مهمه برخه وه.

د دوحې په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ شوی، چې د سولې بهیر به چټک کړي.

د سیاسي مخکښ وحید مژده د څرګندونو له مخې؛ یوازې د امریکایي استخباراتي مامورینو وتل د قطر مذاکراتو چورلیز دی او دواړه خواوو په نورو برخو کې پر پرمختګونو او هوکړو سلا کړې ده.

د طالبانو د ډلې پخواني غړي سید اکبر آغا ویلي، چې د طالبانو او امریکانو تر منځ به هوکړه په یوه اوونۍ کې د  څو هېوادونو او سازمانونو د استازیو په حضور کې لاسلیک شي.

د محمد اشرف غني د ټاکنیزو کمپاینونو د دفتر رییس محمد عمر داوود زي څرګنده کړې، چې له طالبانو سره په دوحه کې د سولې هوکړې له لاسلیک سره په یوه وخت کې به امریکا له افغان حکومت سره هم یوه هوکړه لاسلیک کړي.

پاکستاني رسنیو هم ویلي، چې طالبان او امریکایان له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتو پر مسالې هوکړې ته رسیدلي، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو او امریکایانو د روان نهم پړاو خبرو اترو جزئیات ډاګیزه کړي ندي.

Trending

Exit mobile version