تازه خبرونه
د جاپاني افغان تتسو ناکامورا جنازه جاپان ته ورسیدله
د جاپان د ناریتا په هوایی ډګر کې جاپاني چارواکو د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کیسوک سوزوکي په ګډون یې جنازې ته له رکوع کولو، سپین سان اچولو او ګلان ایښودلو وروسته د بې غږه عبادت مراسم تر سره کړل.
ځایي رسنیو څرګرګنده کړې، چې د هغه مړی او جنازه به د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۸/ د دسمبر ۹) د هغه اصلي ټاټوبي د لویدیځ جاپاني فوکوکا ښار ته ولیږدول شي.
د داکتر ناکامورا جنازه تېره ورځ کابل نړیوال هوایی ډګر ته د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ولیږدول شوه او نوموړی په افغانستان کې د آبادۍ او کار اتل ونومول شو.
ناکامورا په ختیځو ولایتونو کې یو محبوب شخصیت و او د کلیوالو لخوا (کاکا مراد) یاد شوی دی.
د هغه مړینه د افغانانو لپاره ټکان ورکوونکی خبر و او ډېرو خلکو د هغه د درناوي لپاره د شمعې څراغونه بل کړل.