تازه خبرونه

د طالبانو په نفوذي برید کې د غزني ۲۵ سیمه ییز سرتېري وژل شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د قره باغ د اړوند سیمې ۲۵ سیمه ییز سرتېري د طالبانو په نفوذي برید کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غزني ولایت د قره باغ ولسوال غلام حبیب ځیرک ویلي؛ دغه برید د دې ولسوالۍ د نوده په اړوند سیمه کې د اووه نفوذي طالبانو لخوا د سیمه ییزو سرتېرو پر یوه پوسته تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ برید کوونکي له پېښې وروسته له وسلوالو طالبانو سره یو ځای شوي او د پوستې ټول تجهیزات یې د هاموی تانک په ګډون له ځان سره وړي دي.

دفاع وزارت د دغې پېښې په اړه وایي، چې په دې نفوذي برید کې ۹ سیمه ییز سرتېري وژل شوي دي.

د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۳۲ سرتېري وژل شوي دي.

قره باغ د غزني ولایت یوه ناامنه ولسوالي ده، چې وسلوال طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version