تازه خبرونه

د احمد ولی هوتک او بازمحمدمباز د لوبو نېټه څرګنده شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ای سی ای په سازمان کې د اپریل پر درېیمه باز محمد مبارز او همدارنګه د فایت نایت ګلوبل په سازمان کی د اپریل پردولسمه احمد ولی هوتک د خپلو سیالانو پر وړاندی لوبه لري.

احمد ولی هوتک او بازمحمد مباز له درې میاشتو وروسته د خپلو سیالانو پر وړاندی لوبه لري. دا نېټه نن( د مرغومي ۲۵) له رسنیو سره شریکه شوه، چی بازمحمد مبارز د آپریل پر درېیمه او احمد ولی هوتګ د اپریل پر دولسمه له خپلو سیالانو سره د لوبې ډګرته وځي.

د لوبو همغږي کوونکي درمل لاهو ویلي؛ مبارز د ای سی ای په سازمان کې او احمد ولی هوتک د فایت نایت ګلوبل په سازمان کي لوبیږي.

احمد ولی هوتک، چی د لوبو له ډګره دو کاله لری و؛ دا ځل یې د خپل سیال پر وړاندې د لوبې لپاره له هېواده بهرتمرنونه ترسره کړي دي.

د هېواد بل تکړه لوبغاړي باز محمد مبارز هم دا ځل په پام کې لري، چې د چمتوالي لپاره له هېواده بهر په تایلند او داغستان کې تمرینونه ترسره کړي.

د یادولوده، چې څو ورځې وروسته به د مبارز او هوتک سیالان هم د لوبو لپاره ځانګړي شي.

Trending

Exit mobile version