تازه خبرونه
د تاوتریخوالي د کمښت طرحه له سولې تېښته ده – سرور دانش
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان د سولې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمښت طرحه؛ له سولې تېښته، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غولول نومولې ده.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د بشري حقونو د ساتونکیو د ژغورنې د ستراتیژۍ د مخکتنې په ناسته کې، چې د بښنې نړیوالې ټولنې د مرغومي پر ۲۹ په کابل کې جوړه کړې؛ خبرداری ورکړ، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې ته که هر څومره توجیهات ولټول شي، د افغانستان درد به دوا نکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي طرحه له سولې تېښته، د خلکو او نړیوالې ټولنې غولول دي.
د ولسمشر دویم مرستیال مني، چې: حکومت د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په خبرو کې ګوښه ساتل شوی؛ نو، ځکه ټينګار کوي، چې د افغان حکومت پر محوریت د سولې د خبرو له پیلیدو او سراسري اوربند له ټينګیدو پرته پر یو او بل د باور کول ستونزمن دي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې امریکايي او طالب استازي د تاوتریخوالي پر کمښت او د سولې هوکړې ته د زمینې پر برابرلو خبرې کوي.
د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، چې د سولې هوکړې مسوده ترتیب شوې او په راتلونکیو دوه اوونیو کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شي.
دغه دفتر ټینګار کړی، چې د هوکړې د لاسلیک نېټې له رانږدې کیدو سره به په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو طرحه هم پلې شي.
ځانمرګي بریدونه، چاودنې، په لویو لارو کې یرغلیز بریدونه د تاوتریخوالي د کمولو په طرحه کې شامل دي، چې درول کیږي به.
دغه راز په مقابل کې به بهرني سرتېري شپني عملیات او هوايي بریدونه دروي.
د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیره سیما سمر وایي، چې د تاوتریخوالي کمښت باید پوره څرګند شي، چې چېرته او څنګه تاوتریخوالی راکمیږي.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې د هوکړې له لاسلیک سره به پېنځه زره امریکايي سرتېري له قید او شرط پرته له افغانستان څخه وځي او پاتې نور به د څوارلس میاشتو په لړ کې شرایطو ته په کتو افغانستان پریږدي.
د یادونې ده، چې جرمني هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربتوب ته چمتووالی په ډاګه کړی او په کابل کې د جرمني سفیر هم له یو شمېر سیاستوالو سره په دې اړه خبرې پیل کړې دي.