تازه خبرونه

د تاوتریخوالي کمښت باید د ملکي زیانونو کچه تر صفره راټیټه کړي- د بښنې نړیواله ټولنه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۳۹۸)

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د تاوتریخوالي د کموالي طرحه باید د ملکي تلفاتو صفر ته د رسولو په معنا وي.

د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې په خبرو کې د تاوتریخوالي کمښت طرحې ته د بښنې نړیوال سازمان غبرګون ښکاره کړی.

دې سازمان تېره ورځ په ډاګه کړې، چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کموالي اصطلاح بې معنا ده او په وینا یې طالبان او امریکا باید د جګړې قوانینو ته ژمن شي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د امریکا او طالبانو خبرې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره تر سره کیږي. دوي باید ژمنه وکړي، چې خبرې یې د جګړې له قوانینو پیروي، اطاعت او پر ملکیانو د ټولو پوځي بریدونو پای را ونغاړي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د سولې په خبرو کې د ملکیانو د وژلو د مخنیوي پر لارو چارو د تمرکز غوښتنه کړې ده.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنر نعیم نظري که څه هم د ملکیانو د تلفاتو د زیاتوالي یا کمیدو په اړه څه نه وایي؛ خو له ټولو لوریو غواړي، چې د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره له لازم احتیاط کار واخلي.

افغان حکومت هم د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره پر اوربند ټینګار کوي او وایي، چې د تاوتریخوالي کمښت به، بلکې اوربند د خلکو اړتیا ده.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو لوړې کچې په اړه نه یوازې د بښنې نړیوالې ټولنې اندېښنه ښودلې، بلکې یوناما هم د ۲۰۱۹ کال په نهو لومړیو میاشتو کې د څه ناڅه دوه زره پېنځه سوه دري شپېته ملکیانو له وژل کیدو او د پېنځه زره شپږ سوه شپږ اویا کسانو له ټپي کیدو خبر ورکړی و.

Trending

Exit mobile version