بلخ @ps
د بغلان ـ کندوز پر لویه لار طالبانو د پلټنې پوسته جوړه کړې
د بغلان ـ کندوز پر لویه لار د پلخمري ښار د خلازیې په اړوند سیمه کې طالبانو د پلټنې پوسته جوړه کړې ده.
د سیمې اوسیدونکیو ویلي؛ طالبانو نن سهار د عامه نظم یو تانک د سړک غاړې پر ماین الوځولی، له یو ساعت څخه ډېره جګړه یې د بغلان له ځواکونو سره ښکې پاتې شول، چې له کبله یې د هېواد سهیل ختیځه برخه دغه مهال د ترافیکو د تګ راتګ لپاره تړل شوې وه.
د دغې لویې لارې مسافرو ویلي، چې اوس لار پرانستې ده؛ خو طالبان تر دې دمه په سیمه کې ده او مسافر له پلټنې وروسته پر دغه لار د تګ راتګ لپاره پریښودل کیږي.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت منلې، چې طالبانو د پلخمري په خلازیي سیمه کې پر یو هاموی تانک چاودنه تر سره کړې ده؛ خو پر دغه لویه لار یې د جګړې رامنځته کیدل او د پلټنې د پوستې جوړول رد کړي دي.
د یادونې وړه ده، چې د هېواد په شمالي سیمو کې د بغلان ولایت مرکزي او لیرې پرتې سیمې د نورو اړوند ولایتونو د سیمو په پرتله ډېرې ناامنه دی او تل په کې له امنیتي ځواکونو سره د جګړو راپورونه اوریدل کیږي.