تازه خبرونه
د تاوتریخوالي د کمښت طرحې ځنې برخې په ډاګه شوې
له آریانانیوز سره ځینو سرچینو د تاوتریخوالي د کمې طرحې ځینې برخې شریکې کړي، چې له مخې یې؛ د طالبانو بریدونه په ورځ کې له ۷۵ څخه ۱۵ ته را ټیټیږي او پر ښارونو، لویو لارو، امریکایي اډو او د افغان ځواکونو پر مرکزونو به بریدونه نه کوي.
افغان ځواکونه او طالبان د تاوتریخوالي د کمي، خلک د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته په تمه دي. که څه هم د تاوتریخوالي د کمي بشپړ وخت ندی ښکاره شوی.
یو شمېر سرچینو له آریانا نیوز سره د دې طرحې ځینې برخې شریکې کړي، چې افغان ځواکونه به په دې موده کې د تیارسئ په حال کې وي.
د دغې طرحې له مخې:
۱ – د طالبانو بریدونه په ورځ کې له ۷۵ څخه ۱۵ ته را ټیټیږي.
۲ – طالبان په ښارونو، لویو لارو، امریکایي اډو او د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه نه کوي.
۳ – افغان ځواکونه عملیات نکوي.
۴ – د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت هیڅ عملیات نکوي؛ خو که پر افغان ځواکونو برید وشي، ملاتړ ته یې وردانګي.
۵ – د افغان او بهرنیو ځواکونو د څارنې یوه ډله جوړیږي، چې د طالبانو د ژمنو څارنه وکړي.
د سرغړونو د لیدو په صورت کې د طالبانو د دوحې له دفتر سره اړیکه نیول کیږي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تیارسئ حال خپلوي، د طالبانو هر برید ته، چې د تاوتریخوالي د کمي مورد تر پښو لاندې کړي، ځواب ورکول کیږي.
د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا ویلي؛ د تاوتریخوالي د کمښت ټاکلی وخت ښکاره ندی؛ خو کیدی شي ټاکنیزې ناندرې منفي اغېز ولري.
ولسمشرۍ ماڼۍ د تاوتریخوالي د کمې طرحې په اړه څه ندي ویلي؛ خو له دې مخکې یې ویلي وه، چې امنیتي مسوولینو له سکات میلر سره په لیدنه کې د تاوتریخوالي د کمیدو پر طرحه کار پیل کړی.
پخواني پوځي عتیق الله امرخېل څرګنده کړې؛ د تاوتریخوالي کموالی بې معنا ده؛ جګړه معنا لري او اوربند هم بې معنا ندی.
طالبانو تر دې دمه د دغې طرحې په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې په یوه یا دوه ورځو کې به د تاوتریخوالي د کمیدو او له امریکا سره د هوکړه لیک د لاسلیک نېټه ښکاره شي.
نوموړي زیاته کړې؛ له امریکا سره په هوکړه لیک کې دا ندي ویل شوي، چې له افغان دولت سره خبرې او اوربند ځای شوی ندی؛ یوازې د جګړې له ښکېلو خواوو سره د خبرو کولو یادونه شوې ده.
