تازه خبرونه
د طالبانو او امریکایانو د هوکړې ګډونوال د دوحې په شیرټن هوټل کې راټولیږي
نن شنبه د کب ۱۰ د قطر په دوحه کې له ۱۸ میاشتنیو خبرو په پایله کې د رامنځته شوي هوکړه لیک د لاسلیک مراسم تر سره کیږي.
دغه مراسم د دوحې په ښکلي هوټل شیرټن کې د لسګونه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، نړیوالو سازمانونو د استازيو او بلل شویو افغانانو په ګډون تر سره کیږي.
له دوحې څخه آریانا نیوز خبریال په ډاګه کړې، چې په نننیو مراسمو کې به د ۱۸۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران، سفیران او یا هم استازي برخه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دوحې ته رسیدلی او د خپل ۵۰ کسیز پلاوي په مشري به په دې مراسمو کې برخه اخلي او د قطر په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو څلوېښت وزیران به هم د دې ناستې میلمانه وي.
د طالبانو له لوري به د خبرې کوونکي پلاوي په ګډون د ملکي تلفاتو د مخنیوي، روغتیا ، بندیانو، ښوونې او روزنې د کمیسیونونو استازي او نورو ادرو پنځوس مشران ګډون کوي.
دغه راز به له قطر، افغانستان او یا هم نورو بهرنیو څخه را بلل شوي پنځوس کسان هم د دې مراسمو برخه وال وي.