تازه خبرونه

د حامد کرزي د کورنۍ اړوند ملکیتونه نوي میلیون پونډو ته رسیدلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په دوبۍ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کورنۍ اړوند ملکیتونه نوي میلیون پونډو ته رسیږي.

انګلیسي دیلي میل ورځپاڼې په خپل تازه رپوت کې په ډاګه کړې، چې په دوبۍ کې د پخواني افغان ولسمشر د کورنۍ ملکیتونه نوي میلیون پونډو ته رسیږي.

د رپوت په یوه برخه کې راغلي؛ حامدکرزي د خپل حکومت په پېر کې، چې د اداري فساد کمی هم په کې نه وو، د دوبۍ د مالي امپراتورانو په ډله کې راغلی دی.

د افغانستان د شفافیت بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي په پخواني حکومت کې فساد ډېر و، چې تر میلیونونو او میلیاردونو دالرو رسیږي.

عبدالکریم خرم، چې د پخواني ولسمشر د دفتر ريیس و، آریانا نیوز ته د تیلیفون پرلیکه دغه رپوت له غرض او کیني ډک او د خندا وړ وباله.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د پېر دغه لوړ پوړی مامور زیاتوي، چې له روسیې سره د حامدکرزي نږدیوالي یو لړ اندېښنې راپورته کړي دي.

د غزني پخوانی والي شېر محمد خوستی وایي، دا خبرې کیدی شي سیاسي وي؛ ځکه، چې د امریکا په وړاندې د حامد کرزي ټینګ دریځ دغه ګزارش سیاسي کړی دی.

له دې مخکې پیپل ویت مني بریتانوي ورځپاڼې هم لیکلي وه، چې حامد کرزی د نړۍ د لس بډایو یا کاروباري سیاستوالو په ډله کې راځي.

د دغې ورځپاڼې په رپوت کې راغلي، چې حامدکرزی په کال کې دوه اتیا میلیون دالر تر لاسه کړي، چې ټوله پانګه یې ۲۴۵ میلیون دالرو ته رسیږي.

د مشرانو جرګې مرستیال آصف صدیق يوایي، د افغانستان حکومت باید دا مسله بشپړه وڅیړي؛ که په دې کار کې حامد کرزی ککړ راووځي، محاکمه یې هم اړینه ده.

دا رپوتونه په داسې حال کې خپریږي، چې پخوانی ولسمشر حامدکرزي ځيني اروپايي او امریکايي هېوادونه  ده ته پر دسیسه جوړولو تورن شوي دي.

خبریال: احمد فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version