تازه خبرونه

د داکتر غني او عبدالله ناندریو او د امریکا د مرستو کمیدو خلک اندېښمن کړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۹, ۱۳۹۹)

د اشرف غني او عبدالله عبدالله سیاسي ناندریو او د امریکا لخوا د یو میلیارد ډالرو مرستو بندیدو د خلکو نیوکې او غوښتنې را پارولې دي.

د هېواد د بېلابېلو سیمو اوسیدونکیو ویلي؛ دواړو سیاسي مشرانو افغانستان یرغمل کړی او د هرې ورځې له تېریدو سره هېواد له سختو حالاتو سره مخ کوي.

دوی خبرداری ورکوي، چې د سیاسي ناندریو په پایله کې د امریکا لخوا د مرستو بندیدو زیان او تاوان خلک او دولتي ځواکونه ګالي.

دوی د سیاسي مشرانو تر منځ په بیړه د همغږۍ غوښتنه کوي او څرګندوي: کرونا ویروس، سیاسي کړکېچ  او روانې شخړې د افغانانو درې سترې ننګونې دي، چې افغانستان ورسره مخ ساتل کیږي. دا هغه ننګونې دي، چې ورځ تر بلې پراختیا مومي او خلک یې هر اړخیز اندېښمن کړي هم دي.

د کابل اوسیدونکی محي الدین الفتي وایي: خلکو ته دا حالت د منلو ندی؛ د افغانستان په اوسني کړکېچ کې په ځانګړي توګه د امریکا مرستې له لاسه وځي او زیان یې هم ولس ګالي.

د هېواد په شمال کې هم سیاسي کړکېچ او د امریکا د مرستو بندیدو د دې کړکېچ د ناوړه پایلو په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د بلخ اوسیدونکي خیبر ابراهیمي ویلي، دواړو سیاسي مشرانو د افغانستان نن او راتلوونکی برمته کړی دی.

د هېواد په ختیځ او لویدیځ کې احمد شاه او عبدالصبور نومو هم ورته اندېښنې په ډاګه کړي او په څرګندوي، چې پر روان سیاسي کړکېچ، شخړو، وحشت او کرونا ویروس سربېره به خلک له اقتصادي ناورین او سرخوګي سره هم مخ شي.

په سویل ختیځ کې د پکتیا ولایتي شورا مشرعبدالملک ځاځی هم چندان هیله من ندی او له سیاسي مشرانو غواړي، چې په بیړه زغم خپل کړي او هېواد له پر شاتګ را وګرزوي.

نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه امریکا خبرداری ورکړی، چې که اشرف غني او عبدالله عبدالله په خپلو کې جوړ نشي؛ هېوادونه او مرستندویې ټولنې به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.

هو! هغه مرستې، چې کلیدي جوړښتونه په ځانګړي توګه ملي، دفاعي او امنیتي بنسټونه یې فعال ساتلي دي.

Trending

Exit mobile version