تازه خبرونه

د طالب بندیانو د خلاصون بهیر یو ځل بیا له تخنیکي ستونزو سره مخ شو

Published

on

د حکومت او طالبانو تخنیکي ډلې په څلورمه ورځ هم ونه توانیدلې د بندیانو د خلاصون پر سر هوکړې ته ورسیږي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، د حکومت لخوا تازه شرطونو دا بهیر له ننګونو سره مخامخ کړی.

جلال الدین شینواری، د طالبانو پخوانې قاضي القضات، وایي: “د نویو شرطونو وړاندیز د بندیانو د خلاصون لړی ستونزمنه کړې.”

په همدې حال کې د حکومت د مرکچي پلاوي ځینې غړي وایي، د بندیانو د خلاصون بهیر اوږدېدو د افغانانو د خپل منځي خبرو پر پیل، منفي اغیز کړي دي.

 حکومت تر اوسه د نویو شرطونو په هکله څه نه دي ویلي، خو سرچینو ویلي چې حکومت د بندیانو د خلاصون په بدل کې د تاوتریخوالي د کمي غوښتنه کړې، هغه څه چې ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې هم پرې ټینګار کړې دې.

 انتونیوګوترز، د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي،  ویلي: “زه باور لرم چې اوس د دې وخت رسیدلي څو دولت او طالبان د هیواد ګوټ ګوټ کې د کرونا وېروس د پراختیا له امله له دښمني لاس واخلي، او زه هم د بشپړ ملاتړ ژمنه کوم.”

 بلخوا باور کیږي چې د بندیانو د خلاصون لړۍ چي هرڅومر اوږدیږي، هغومره د افغانانو خپل منځي خبرو ته زیان رسیږي، هغه هم په داسې یوه حالت کې چې سیاسي لوري او حکومت د پخلاینې عالي شورا په جوړښت او د افغانانو د خپل منځي خبرو په اجنډا پایلې ته نه دي رسیدلي.

 فوزیه کوفي، د سولې مرکچي پلاوي غړې، ویلی، ضروي ده چې سیاسي مشران د مصاحلې د عالي شورا پر جوړښت توافق ته ورسیږي څو د مذاکراتو اجندا برابره شي.

د بندیانو د خلاصون بهیر په داسې حال کې له بندون سره مخ شوې چې مخکې د حکومت او طالبانو فني ډلو د بندیانو په خلاصون هوکړه کړې وه، د هغې هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې پنځه ورځې مخکې سل طالب بندیان او شل د حکومت اړوند بندیان له بند څخه خوشې شي، او همداسې به دې بهیر دوام موندلی و.

Trending

Exit mobile version