بی بی سی پښتو

د طالب- امریکا تړون پر بشپړ پلي کولو خبرې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۳۹۹)
Getty Images

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ دې ډلې د سولې تړون پر بشپړ پلي کولو وغږدل.

د سهیل شاهین په خبره، د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال مشر ملا بردار اخوند په مشرۍ د دوی مرکچي پلاوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال سکاټ مېلر سره دوحه کې پرون دا خبرې درلودې.

د هغه په خبره، د دې خبرو مشري د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستال لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان التاني کوله:

“دوی د تړون پر بشپړ پلي کولو او د بندیانو خوشي کېدو کې پر ځنډ خبرې وکړې. دواړه لوري د طالب- امریکا تړون پر خلافورزیو او د هغو پر حل لارو هم سره وغږېدل”.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ د لاسلیک شوي تړون له مخې په پام کې وو چې د مارچ تر لسمې افغان حکومت پنځه زره او طالبان د حکومت زر زندانیان خوشي کړي.

د بندیانو د خوشي کولو لپاره د طالبانو او افغان چارواکو له دوو ویډیو غونډو وروسته دې ډلې تېره اونۍ یو پلاوی کابل ته ولېږه، چې حکومت ته د ور کړل شوي نوملړ له مخې د خپلو بندیانو خوشي کول کره کړي.

خو دا بهیر وروسته له هغه یو ځل بیا جنجالي شو چې څو ورځې وړاندې حکومت وویل، هغه ۱۵ طالبان نه خوشي کوي چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو او طالبان یې پر خوشي کېدو ټینګار کوي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه مهال بي بي سي ته وویل، دا ۱۵ تنه په هغه نوملړ کې شته چې پخوا مقابل لوري ته سپارل شوی و.

که څه هم وروسته د طالبانو پلاوی له کابل ووت، خو افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو لړۍ پیل کړه، مګر طالبان وايي، دا بندیان د طالب- امریکا تړون سره سم نه دي خوشي شوي.

له بلې خوا دې ډلې تېره یکشنبه کندهار کې ۲۰ بندیان سور صلیب ته وسپارل، چې د افغان حکومت سرتېري یې بولي، خو د کندهار امنیه قومندان دا کسان ملګي وګړي بولي.

Trending

Exit mobile version