تازه خبرونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي په لاره کې ستونزې جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رییس پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تورلګوي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي لارې بندوي او د دغه کمیسیون واکونه یې محدود کړی دی.

د ملي وحدت حکومت له جوړښت را پدیخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر توشیح سربېره په دې اړه ځانګړی کمیسیون هم جوړ شو؛ خو اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون چارواکي وايي، چې حکومتي بنسټونه صادقه نه دي او د دوی چارې یې محدودې کړې دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون ريیس سید اکرام افضلي څرګنده کړې، چې زیاتره حکومتي بنسټونه د اطلاعاتو او معلوماتو پر شریکولو باور نلري.

دغه کمیسیون د یو شمېر هغو بنسټونو نومونه اخلي، چې په وینا یې په ښکاره نه غواړي له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

د دغه کمیسیون د څرګندونو له مخې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت، ولسي جرګه، د چارو اداره او د ملکي خدمتونو خپلواکه اداره هغه بنسټونه دي، چې په وینا یې اطلاعاتو ته د لاسرسي په لاره کې ستونزې جوړوي. د پوهنې، ټولګټو، کار او ټولنیزو چارو، کانونو، سوداګرۍ، له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارتونه او د برښنا شرکت هم له کمیسیون سره پر نه همکارۍ تورن دي. لویه څارنوالي، د سرحدونو او قبایلو وزارت او د بدني روزنې ریاست هغه بنسټونه بلل شوي، چې له کمیسیون سره یې د معلوماتو په شریکولو کې همکاري کړې ده. د کلیو د بیا رغونې وزارت بیا پرته له کوم ځنډ په خپل وخت کمیسیون ته معلومات ورکړي او لازمه همکاري یې کړې ده.

خبریال عبدالوکیل نایبي هم وايي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ يو.

په افغانستان کې د بیان آزادي او د رسنیو فعالیت، چې د حکومت او خلکو تر منځ د پله بڼه لري؛ په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی، خو اوس هم زیاتره دولتي او حکومتي بنسټونه نه دي حاضر د خلکو د اړتیا وړ معلومات او اطلاعات پخپل وخت خپاره کړي.

Trending

Exit mobile version