تازه خبرونه
د سایبري بریدونو د هڅو مخنیوي ته چمتووالی لرو- د ټاکنو کمیسیون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون توانیدلی، چې تر اوسه له پېنځه زره بایوومتریک دستګاوو څخه اطلاعات را وباسي او د دې دستګاوو د شاوخوا ۲۳ زره پایلو فورمې د بایومتریک رایو د معلوماتو په مرکزي څانګه کې ځای پر ځای کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، له پېنځه زره بایومتریک دستګاوو څخه د رایو ورکوونکیو معلومات د معلوماتو مرکزي څانګې ته لیږدول شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ ټینګار کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو مرکزي څانګه خوندي ده او تر سایبري بریدونو لاندې نده راغلې؛ خو د پڅ کار د مخنیوي هڅې یې روانې دي .
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي محمد حنیف دانشیار ویلي؛ د بایومتریکي رایو د معلوماتو د مرکز د امنیتي تدابیرو له پراختیا سره به د سایبري بریدونو مخنیوی وشي.
د بایومتریک دستګاوو د تخنیکي او انترنتي ستونزو د حل او له دې دستګاوو څخه د اطلاعاتو د چټک لیږد په خاطر د درمالوګ شرکت دوه انجینران د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورغلي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ډاډ ورکوي، چې ژر به دا ستونزه حل شي.