تازه خبرونه

د ربیع الاول دولسمه د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې مبارکه ورځ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ربیع الاول دولسمه د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې نیکمرغه ورځ د افغانستان په ګډون ټولو هېواودنو کې نمانځل کیږي.

د اسلام د ستر پیغمبر د زوکړې د مبارکې ورځې په نمانځغونډه کې دیني عالمانو ویلي، چې د مسلمانانو وژنه د دیني ارشاداتو مخالفه کړنه او نه بښوونکی جنایت دی.

دوی ټینګار کوي، چې زیاتره ډلې د اسلام له نامه څخه په ناوړه ګټې پورته کولو خلک وژني. په داسې حال کې، چې په اسلام کې تاوتریخوالی ځای نلري.

دیني عالم عبدالرحمان رحماني ویلي، چې د اسلام دین د انسانیت او برابرۍ دی دی او هیچا ته د مسلمانانو د وینو د تویولو اجازه نده ورکړ شوې. په خواشینۍ، چې په افغانستان کې د اسلم له نامه ناوړه ګټه پورته کیږي او مسلمانان وژل کیږي، چې دا یو ستر جنایت دی.                 

دیني عالم سید حبیب الله جلالی څرګنده کړې، چې مونږ د میلاد ورځ نمانځو او د مسلمان وژنه په یو دین کې هم ځای نلري. په افغانستان کې دې د مسلمانانو د وژنې مخه ونیول شي.          

ځینې هېوادوال د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې اسلام ته درناوی وکړي او د بې ګناه وکړو وینې تویې نکړي.

د کابل اوسیدونکی مرزا محمد رحیمي وایي: مونږ غواړو، چې په افغانستان کې د وژنو مخنیوی وشي؛ ځکه د وژنو او وینې تویولو حق هیڅوک نلري او هغه کسان، چې جنګ کوي باید جګړه بس کړي او خلک ونه وژني.              

د کابل ښار یو بل اوسیدونکي نصرت الله حنفي څرګنده کړې، چې په جنګ کژ ښکېلې ډلې د داعش په ګډون خوارج دي او د اسلام له نامه څخه په ګټه اخیستنه د اسلام پر ضد ولاړ دي. همدا علت دی، چې خلک مو هره ورځ وژل کیږي. زمونږ غوښتنه داده، چې جګړه کوونکي له دې جنایته لاس واخلي.

د هېواد اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په سپیدار ماڼۍ کې په دې اړه یوې ناستې ته ویلي، د اسلام د ستر پیغمبر زوکړه په اوسنیو شرایطو کې سیاسیونو او بېلابېلو اړخونو ته یو لوی درس دی.

دا خبرې په داسې حال کې بیانیږي، چې د دیني عالمانو په باور تاوتریخوالی او ناامني بهرني عوامل لري او د اسلام په نوم ګمارل شوي د خلکو د وژنو او جګړو د دوام سبب کیږي او ماموریت لري، چې افغانستان ثبات، ودې او پراختیا ته لار ونه مومي.

Trending

Exit mobile version