تازه خبرونه

د رایو په ۳۷۳۶ مرکزونو کې له دوه میلیون ډېرې رایې کارول شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د بایومتریک وسیلو له لارې په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ۲ میلیون و ۱۹۸ زره ۴۳۶ رایې تر لاسه کړي او مرکزې سرور ته له بایومتریک دستګاوو څخه د پایلو د لیږد  لړۍ روانه ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله ویلي، چې په ۳۷۳۶ مرکزونو کې ۲ میلیون و ۱۹۸ زره ۴۳۶ رایې کارول شوي دي؛ خو په ټاکنو کې د ګډون وروستی شمېر به د دوشنبې پر ورځ اعلام شي.

د تلي پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کیدو وروسته اوس د ټاکنو کمیسیون په دې بوخت دی، چې له مرکزونو او محلونو مواد ولسوالیو او له هغه ځایه مرکز ته ولیږدوي. په همدې ډول مرکزې سرور ته د بایومتریک له ستګاو څخه د پایلو د لیږد  لړۍ دوام لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا هم ویلي، چې د اساسو موادو د رالیږدولو لړۍ به تر یوې اونۍ روانه وي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وایي؛ په هغو ولایتونو کې، چې انترنیت کار نکوي، پایلې به مرکز ته او له مرکزه به د بایومتریک دستګاوو پایلې د ټاکنو مرکزي کمیسیون ته راولیږدول شي. 

ټاکل شوې، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې پر ۲۷ او وروستۍ هغه به د لړم پر ۱۶ اعلان شي.

Trending

Exit mobile version