تازه خبرونه
د رایو بیا شمېرنه په ځینو ولایتونو کې پیل او په ځینو کې نده پیل شوې
د ولسمشریزو ټاکنو د مشکوکو رایو بیا شمېرنې ته شنه او سره څراغونه روښانه شوي. په داسې حال کې، چې په کابل کې د ۱۱۳۲ محلونو رایو بیا شمېرنه د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار له ناظرینو پرته روانه ده؛ خو د عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل او ګلبدین حکمتیار ټاکنیزو ډلو له دغه بهیر سره پریکون کړی دی.
د کابل د ټاکنو ولایتي دفتر رييس وحیدالله تړون ویلي، چې پاکې او ناپاکې رایې بېلوو او د ټاکنو قانون له مخې چارې تر سره کوو.
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ناظر ناصر ناصر زاده وېره لري، چې د بیا شمېرنې په بهیر کې به بې بایو متریکو رایو ته اعتبار ورکړ شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حقپرست په هغو ولایتونو کې، چې د مخالفتونو له کبله تر اوسه بیا شمېرنه نده پیل شوې وایي: کله، چې په ټول هېواد کې د بیا شمېرنې بهیر پای ته ورسیږي؛ د ټاکنیزو ډلو په ګډون به رڼې پایلې ټولو ته وړاندې شي.
د رایو له بیا شمېرنې سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو غړی مخالف دی؛ خو پېنځه نور یې موافق دي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو غړی هم د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نه شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې په ټول هېواد کې به د اته زره دوه سوه پېنځه پنځوس محلونو رایې بیا وشمېري.
دا په داسې حال کې ده، چې د لومړنیو پایلو اعلان ته یوازې څلور ورځې پاتې دي او په دې اړه مخالفتونو ته په کتو به یې په ډاګه کول ناشوني وي.