تازه خبرونه
د تایوان د پوځ لوی درستیز په یوه هوایي پېښه کې ومړ
د ښاغلي شین او ۱۲ نورو پوځیانو چورلکه( نن پنجشنبه د مرغومي ۱۲ / د جنورۍ ۲) هغه مهال له دې پېښې سره مخ شوه، چې د دې هېواد پلازمېنې تایپې ته نږدې د خرابې هوا له کبله بېړنۍ ناستې ته اړتیا پیدا کوي.
په دې پېښه کې اووه نور پوځیان هم مړه شوي؛ خو ژغورونکې ډله بریالۍ شوې، چې د چورلکې پېنځه کسان وژغوري.
د تایوان د پوځ لوی درستیز ۶۲ کلن شن یي مینګ، د چین د نوي کال په درشل کې د تایوان له سرتېرو سره د لیدو لپاره د دې هېواد شمال ختیځ ته روان و.
دا پېښه په تایوان کې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو له تر سره کیدو یوه اوونۍ وروسته رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې چین د تایوان د یوې برخې خاورې ادعا لري او وايي، چې که اړتیا وي؛ نو د خپلولو لپاره به یې له زوره کار واخلي.