تازه خبرونه

د رایو۹۰۰ مرکزونه له ادارې بهر او ۲۰۰۰ نور له امنیتي ګواښ سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي ادارې څرګندوي، چې د رایو نهه سوه مرکزونه د د وی له ادارې بهر دي، له زر ډېر نور مرکزونه له لوړ، څه نا څه زر نور له کښته امنیتي ګواښ سره مخ دي او له اووه زره مرکزونو څخه یوازې د څلور زره مرکزونو امنیت د ډاډ وړ دی.

له امنیتي ارګانونو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مسوولینو په غونډه کې په ډاګه شوه، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د رایو له ۷۳۵۵ مرکزونو څخه ۹۴۸ د دولت له ادارې بهر دي، ۱۱۲۰ نور مرکزونه له جدي امنیتي او ۱۱۲۲ نور له منځني امنیتي ګواښ سره مخ دي.

 مسوولین وايي، چې د رایو د ۴۱۶۵ مرکزونو امنیت خوندي دی.

امنیتي مسوولین نه غواړي خلک پوه شي، چې امن او له ګواښونو سره مخامخ مرکزونه د هېواد په کومو برخو کې دي.

امنیتي مسوولین ټينګار کوي، چې د نصرت عملیاتو په لړ کې به دغه ګواښونه له منځه یوسي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وایي: ۱۱۲۰ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، چې باید عملیات په کې ترسره شي؛ خو ۹۴۸ نور مرکزونه مو په واک کې نه دي، چې باید کار پرې وکړو او یا یې سیمې بدلې شي، خو د نصرت په پلان کې راغلې دي.  

د رایو مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو په لیږد کې ستونزه او د نړیوالو سرتېرو محدود هوايي ملاتړ هغه څه دي، چې امنیتي مسوولین یې اندېښمن کړي دي.

ښاغلی مراد علی مراد زیاتوي: کمیسیون باید د ټاکنیزو توکو د لیږد لپاره د الوتکو د کرایه کولو پر مسله غور وکړي.

غوڅ ملاتړ ځواکونه په بېړنیو حالاتو کې مرسته کوي؛ خو مرسته یې په ګواښوونکیو او بېړنیو حالاتو کې هم محدوده ده.

د رای مرکزونو د امنیت خوندي کولو لپاره ښځينه کارکوونکیو ته اړتیا هم په جدي توګه محسوسه ده؛ خو کورنیو چارو وزارت د دغه کار لپاره بودجه نه لري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید وایي، خلک باید وپوهیږي، چې کوم مرکزونه د رای ورکولو لپاره خلاص دي او کومې ولسوالۍ امنیتي ګواښونه نلري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ډاګه کړې، چې دوی شل ورځې وروسته د رایه ورکوونکیو د نوملړ تیارولو چارې پیلوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي، نوملیکنه دوه پړاوونه لري؛ لومړی پړاو یې د ولایتونو په مرکزونو او دوه یم هغه یې په کلیو، بانډو او ولسوالیو کې تر سره کیږي.   

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو ويلي؛ لس ورځې وروسته به د ټاکنو مهالوېش اعلان کړي، چې له مخې به یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې نېټې هم څرګندې شي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version