تازه خبرونه

د بایو متریک سیستم مدیریت د کمیسیون دنده ده- حفیظ الله هاشمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د بایومتریک سیستم لګښت او ولایتونو ته یې لیږد حکومت پر غاړه اخیستی.

که څه هم د ټاکنو لپاره ډېره لږه موده پاتې ده او د بایو متریک سیستم کارولو په اړه اوس هم شکونه پرځای دي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې دغه سیستم حکومت برابروي او د مدیریت چارې یې کمیسیون پر غاړه اخلي.

له دې مخکې کمیسیون ویلي وه، چې د بایو متریک کارولو لپاره وخت نلري.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وايي، چې: پر عملیاتي چارو بوخت يو؛ نو، ځکه مو د بایو متریک د برابرولو او لیږدولو چارې حکومت ته سپارلې دي، خو د سیستم اداره او مدیریت د کمیسیون پر غاړه دی.

هغه زیاتوي: دا همکاري ده او د کمیسیون خپلواکي پر خپل حال پاتې ده.

د افغانستان د لوی ملي ایتلاف غړو پر بایو متریک سیستم د ټاکنو له تر سره کولو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د لوی ملي ائتلاف غړی همایون همایون وایي، چې مونږ خپل حرکتونه درولي او د ټاکنو کمیسیون ټول ولایتي دفترونه خلاص دي؛ له حکومت او کمیسیون سره په دې اړه همکاري کوو.

په ورته وخت کې د ټاکنو څارونکي بنسټونه وخت ته په پام وايي، چې د ټاکنو پر ورځ د بایو متریک کارول ناشوني دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رييس یوسف رشید وایي: هغه کمیسیون، چې د وخت نه لرلو څخه یې خبرې کولې؛ اوس وایي، مونږ بایومتریک سیستم کاروو.  

د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ رييس نعیم ایوب زاده وایي، چې وخت لږ دی؛ د دغه سیستم زدکړه او پرې عمل ناشونی دی.

له دې ټولو سره سره داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي د تلې پر اته ویشتمه پارلماني ټاکنې تر سره نشي او بیا وځنډول شي.

Trending

Exit mobile version