تازه خبرونه

د بایو متریک له زیرمو څخه معلوماتي بانک ته د رای توکو لیږدول پیل شول- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې پر ورځ( د لړم ۱۳) د بایو متریک له زیرمو څخه معلوماتي بانک ته د رای توکو لیږدول پیل کړل.  

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایو متریک کارول د ټاکنو خپلواک کمیسیون لپاره نوې تجربه وه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس عبدالبدیع صیاد وايي؛ معلوماتي مرکز ته د ټولو ۳۳ ولایتونو له بایو متریک دستګاوو څخه د معلوماتو له لیږدولو سره به معلومه شي، چې د افغانستان په څو فیصده رایو کې بایو متریک دستګاه کارول شوې، څومره له بایو متریکه پاتې شوي او څومره نورو ته لړلیک( فهرست) کارول شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تکنالوژۍ رييس ابراهیم سادات وايي، چې له درویشت ولایتونو څخه بایو متریک دستګاوې مرکز ته را رسیدلې دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د مرکز سرورونو ته به د دوه اوونیو په بهیر کې د معلوماتو لیږد بشپړ شي.

د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی نورالرحمان اخلاقي وایي، چې د رایو پایلې باید له بایو متریک سره، ورتوالی ولري.

د ولسي جرګې په ټاکنو کې بایو متریک دستګاوي له هغې وروسته و کارول شوې، چې سیاسي ډلو او ګوندونو یې جدي غوښتنه وکړه. پر دغو دستګاوو پېنځه ویشت میلیون دالر لګښت راغلی دی.

خبریاله : دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version