تازه خبرونه
د برښنا شرکت لوی پوروړي لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د برښنا شرکت مسوولین وايي، چې لويې څارنوالۍ ته په استولي نوملړ کې، حکومتي چارواکي او سوداګریز شرکتونه شامل دي.
د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ويلي، چې د برښنا د لګښت له کبله د لویو پوروړیو کسانو او شرکتونو څخه د پیسو پر اخیستو نه دي بریالي شوي؛ نو، ځکه یې د هغو نوملړ لویې څارنوالۍ ته استولی دی.
آریانا نیوز ته ځينو سرچینو ویلي، چې د پوروړیو په نوملړ کې زیاتره د دولتي چارواکو نومونه دی.
په پوهنتون کې د اقتصاد استاد سید مسعود وايي، چې حکومت باید د قانون له مخې له پوروړیو سره چلند وکړي.
که له یوې خوا دولتي لوړ پوړي چارواکي د برښنا لګښت نه ورکوي، له بلې خوا په ځينو ولایتونو کې د برښنا د لګښت پیسې وسلوال طالبان هم ټولوي.