تازه خبرونه

د برښنایي تذکرو د وېش وسایل ولسمشرۍ ته لیږدول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د وګړیو د ثبت اداره وایي، د برښنایي تذکرو د وېش پر وړاندې حقوقي او فنې ستونزې نشته؛ د دې بهیر د رسمي پيل په موخه دوه ورځې مخکې ټول اړوند وسایل ولسمشرۍ ماڼې ته لیږدول شوي دي.

د وګړیو د ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي؛ په دي اړه د ولسمشر لارښوونې ته په تمه يو، چې په کومه نېټه یې وېش پیل کړو.

د برښنایي تذکرو څرنګوالي د بلخ د پخواني والي عطامحمد نورغبرګون هم راوپاراوه او وایي؛ له ډېرو ناندرو وروسته ملت دې پایلې ته ورسیده، چې پرته له قومي اختلافاتو تذکرې واخلي؛ خو نه پوهیږم، چې پر کوم لامل یې وېش وځنډول شو.

په همدې حال کې د ملې شورا یو شمیر غړي د دي بهیر پر ځنډ نیوکه کوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار وایي، مونږ د پارلمان په ګډه جرګه ګۍ کې د تذکرو وېش تصویب کړی او قانوني ستونزه نلري او باید، چې ووېشل شي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست ویلي، چې دوی د سیاسي ناندرو له کبله نشي کولی دغه بهیر پیل کړي.

ولسمشرۍ تر اوسه په دي تړاو خبرې نه دي کړي؛ خو د وګړیو د ثبت اداره وایي، ولسمشر د برښنایي تذکرو د اخیستو فورمه ډکه کړې او سبا یا بل سبا به بایومتریک هم شي.

ټاکل شوې وه، چې د تېره ورځ دغه بهیر پيل شي؛ خو د ناڅرګندو دلایلو له وجې یې وېش وځنډيده.

Trending

Exit mobile version