پرمختګ او بشپړتیا

د برښنا د عادلانه وېش لپاره یوې سراسري شبکې ته اړتیا ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له میدان وردګ څخه غزني ولایت ته دوه سوه شل کیلو ولته برښنا د چمتلې او ارغندې له لارې ولیږدیده، چې ولسمشر یې  د پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي ۱۴) پرانیسته وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له میدان وردګ، غزني ته د دوه سوه شل کیلو ولته برښنا له ستیشن پرانسیتې سره سم وویل، چې د برښنا د عادلانه وېش لپاره یوې سراسري شبکې ته اړتیا ده.

ولسمشر زیاته کړه، چې په هیواد کې د برښنا د وېش او تنظیم لپاره مناسبه تګلاره نشته؛ نو، ځکه ۱۱ ولایتونه په غیر متوازن ډول او په لوړه بیه برښنا ته لاسرسی پیدا کوي.

ولسمشر په ډاګه کړې، چې اوس مونږ په هېواد کې د برښنا ۹ جزیرې لرو او د حل یوازنۍ لار سراسري شبکې ته لاسری دی.

ولسمشر دا ټینګار هم وړاندې کړ، چې په افغانستان کې د حرارتي او لمریزې برښنا پر تولید سربېره اوبه کولی شي، چې افغانستان د برښنا له اړخه پرځانبسیا کړي.

د غزني ولایت چارواکو هغه هندي انجینران وسایل شول، چی غزنی ته یي د وارداتي برښنا په شبکه کی اساسی رول درلود.

د افغانستان اتیا په سلو کې اوبه پرته له دې، چې په کور د ننه ترې ګټه واخیستل شي، ګاونډ هېوادونو ته بهیږي او د افغانستان ځينو ښارونو ته رسیدلې برښنا هم وارداتي ده.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version