تازه خبرونه
د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي- لوی پاسوال عبدالرازق
د کندهار امنیه قومندان وايي، چې د برښنايي تذکرو لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي.
له تېرو څو کلونو را په ديخوا د برښنايي تذکرو د وېش پر سر د حکومتي مشرانو او سياسي حزبونو اختلاف روان دى؛ خو هېوادوال يې د ژر پيليدو غوښتنه کوي.
دا، چي اوس د برښنايي تذکرو د نوم لیکنې لړۍ پيل شوې؛ اجرائيه ریيس غوښتنه کړې، چې د برښنایي پېژندپاڼو له وېش دې ډډه وشي.
د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی د برښنايي تذکرو وېش د افغانانو يوه مهمه اړتيا بولي او وايي، چي په دې سره به د ټاکنو روڼتیا او د جرمونو په کچه کي ټيټوالى راشي؛ بايد د وېش مخه يې ونه نيول شي.
دا په داسي حال کي ده، چي ولسمشرۍ د شنبې په ورځ د برښنايي تذکرو د نوم لیکنې د وېش لړې پیل کړې؛ اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د جمعیت ګوند غوښتنه کړې، چې د پېژندپاڼې د بڼې او متن په اړه تر یوې عمومي موافقې وروسته باید دا لړې پیل شي.
خبریال: بريالي رحيمي