تازه خبرونه

د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي- لوی پاسوال عبدالرازق

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار امنیه قومندان وايي، چې د برښنايي تذکرو لړۍ بايد د سياسي اختلافونو ښکار نه شي.

له تېرو څو کلونو را په ديخوا د برښنايي تذکرو د وېش پر سر د حکومتي مشرانو او سياسي حزبونو اختلاف روان دى؛ خو هېوادوال يې د ژر پيليدو غوښتنه کوي.

دا، چي اوس د برښنايي تذکرو د نوم لیکنې لړۍ پيل شوې؛ اجرائيه ریيس غوښتنه کړې، چې د برښنایي پېژندپاڼو له وېش دې ډډه وشي.

د کندهار امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی د برښنايي تذکرو وېش د افغانانو يوه مهمه اړتيا بولي او وايي، چي په دې سره به د ټاکنو روڼتیا او د جرمونو په کچه کي ټيټوالى راشي؛ بايد د وېش مخه يې ونه نيول شي.

دا په داسي حال کي ده، چي ولسمشرۍ د شنبې په ورځ د برښنايي تذکرو د  نوم لیکنې د وېش لړې پیل کړې؛ اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د جمعیت ګوند غوښتنه کړې، چې د پېژندپاڼې د بڼې او متن په اړه تر یوې عمومي موافقې وروسته باید دا لړې پیل شي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version