تازه خبرونه

د جرمني استخباراتو په کابل کې د موتربم له چاودنې خبرداری ورکړی و

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یوې جرمني رسنۍ د هغه هېواد د استخباراتو د یوه کارکوونکي له قوله ویلي، چې د جرمني استخباراتو له دې بریده پېنځه میاشتې مخکې خبرداری ورکړی و.

د روژې په لومړیو کې موتر بم خونړۍ چاودنې څه باندې ۱۵۰ کسان ووژل او ۴۵۰ نور یې ټپیان کړل.

ویل کیږي، چې جرمن استخبارات حتا پر دې هم پوهېدل،  چې برید به په څه ډول ترسره کیږي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی محمد عارف رحماني ویلي، چې  پېنځه نمیې میاشتې مخکې د جرمني سفارت پوهیده، چې سفارت اویا همدا ځای، چې چاودنه په کې رامنځته شوې؛ د برید موخه وي.       

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي په ډاګه کړې؛ هغه بنسټونه،  چې د چاودنې په اړه حکومت ته د اسنادو د سپارلو ادعا کوي او حکومت یې ردوي؛ که لګیدلي اور ته لمن وهل نه وي، نو حکومت دې د دغو کړنو مخه ونیسي.             

د جرمني رسنيو ویلي، چې چاودیدونکي توکي له هغې  لس ځله پیاوړي وه، چې په اړه یېفکر کیده. د دغو رسنیو د څرګندونو پر بنسټ چاودیدونکي توکي زر کیلو ګرامه نه، بلکې لس زره کیلو ګرام چاودیدونکي توکي په دې ټانکر کې ځای پر ځای شوي وه.

کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ، چې د دې پېښې د څېړلو په حال کې دي؛ تر اوسه  په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version