تازه خبرونه
د غزني امنیه قومندان امرخېل له دندې استعفا کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غزني امنیه قومندانی ویاند فهیم امرخېل د جنرال امین الله امرخېل استعفا تائیدوي او وايي، چې د امرخېل د استعفا لامل شخصي مسایل دي او پرځای یی د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د ۳۰۳ سپین غر زون د څېړنو رییس مصطفی مایار د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.
امرخیل پخوا په ختیځ کې د پولهساتو پولیسو قومندان و، چې وروسته بیا بغلان او غزني ته د امنیه قومندان په توګه ورپېژندل شوی دی.
نوموړي څو ځله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې مرکزي حکومت له غزني سره دوه گونی چلند کوي او که حالت په همدې بڼه دوام وکړي دی به له خپلې دندې استعفا وکړي.