تازه خبرونه
د تاپي پروژې د بشپړولو لپاره جدي هڅې پیل شوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د هېواد په بسیاینه او پرمختګ کې د تاپي پروژې پر اغېزو څېړنیزه غونډه وکړه. دغه پروژه، چې په بشپړیدو به یې د افغانستان له خاورې پاکستان او بیا هند ته د ګازو نللیکه وغزول شي، افغان چارواکي یې د هېواد او سیمې د ودې لپاره ډېره مهمه ګڼي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز وایي، چې سیمه ییزې ستونزې باید د تاپي پروژې لپاره د ستونزو په توګه ونه پېژندل شي او دغه پروژه دې د اړوند هېوادونو په همکارۍ باید بشپړه شي.
د نوموړې په وینا؛ تاپي یو سیمه ییز دهلیز بلل کیږي، چې په سیمه کې له سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وایي، د تاپي پروژه څو اړخیزه ګټې او ارزښت لري؛ دا پروژه نه یوازې دا، چې افغانستان د ګازو له درکه په ځان بسیا کوي، بلکې سیمه ییزو همکاریو ته هم لار پرانیزي.
د تاپي پروژې د اجرائيه بورد ريیس محمت میرات امانوف بیا وايي، چې د تاپي پروژې د بشپړولو لپاره د امنیت ټينګول مهم دي. د دغې پروژې ډېرې چارې باید په روان کال کې بشپړې او تر نوامبر پورې وروستۍ شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی بیا د تاپي پروژې په عملي کولو کې د افغان انجنیرانو پر ونډه ټينګار کوي او وایي،
د تاپي پروژې د ګازو نللیکه اووه سوه کیلومتره د افغانستان په خاوره کې غزیږي، چې د درې کلونو په ترڅ کې به ۳۳ میلیارد مکعب ګاز پاکستان او هند ته و لیږدول شي. افغانستان به هر کال د دغې پروژې له ترانزیت څخه څلور سوه میلیون دالر تر لاسه کوي.