تازه خبرونه
د سالنګ د دوه یم دهلیز د فني مطالعاتو هوکړه لیک لاسلیک شو
د فواید عامې وزارت او یوه استرالیايي شرکت تر منځ د سالنګ د دوه یم دهلیز د فني مطالعاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د فواید عامې وزیر محمود بلیغ زیاتوي، د سالنګ لارې دوه یم دهلیز، چې نهه شمال او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز سره نښلوي او په ۲۶ میاشتو کې بشپړیږي.
د هغه په وینا؛ نوی تونل به په سالنګ ګې شاوخوا ۲۶۰۰ متره وي، چې د خنجان – جبل السراج سړک دوه یم لاین هم په کې راځي.
هغه زیاته کړې، چې د دې پروژې لګښت شاوخوا نولس میلیون دالره کیږي او د آسیایي بانک لخوا تمویلږي.
په کابل کې د جاپان سفیر وایي، دا سړک د افغانستان خلکو ته مهم دی او کولی شي په اقتصادي وده کې ډېره مرسته وکړي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ دغه پروژه ډېره مهمه ده، چې کیفیت ته یې باید ډېره پاملرنه وشي.
د سالنګ اوسنی تونل دوه اعشاریه اووه کیلومتره دی، چې د پخواني شوروي لخوا په شپېتمه لسیزه کې جوړشوی، چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د بیا رغاونې بهیر په دې مسیر کې تل له نیوکو سره مخ و.