تازه خبرونه

د تاپي پروژې کار به له کندهاره پیل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کانونو او پتروليم وزارت د پاليسۍ مرستيال، چې کندهار ولایت ته یې سفر کړی؛ په دې اړه یې یوې جوړې شوې ناستې ته وویل، چې په تاپي پروژه کي به د کارکولو لومړيتوب د هغو سيمو اوسيدونکیو ته ورکړ شي، چي دغه نلليکه ترې تېريږي.

د تاپي پروژې د عملي کيدو لومړني کارونه د خلکو د عامه پوهاوي پر پروګرامونو له کندهار ولایت څخه راپيل شول.

د کانونو او پتروليم وزارت د پاليسۍ مرستيال احمد جاويد سعادت په ډاګه کړې؛ د ټول هېواد په کچه به دغه پروژه په کال کې٤٠٠ ميليون دالر عايد ولري او د هېواد ډېرې برخې به له مايع ګاز هم برخمني شي.

نوموړي زياته کړې، چې په دې پروژه کي به له امنيتي سکتور نيولې تر ساختماني چارو ټول کارکوونکي هغه کسان وي، چي دغه نلليکه يې په سيمه کي تېريږي.

د نوموړي په وینا؛ د دې پروژې په پلي کولو کي به د ګاونډ هېوادونو ګټې هم شريکي شي؛ نو له همدې کبله به هغوى هم په افغانستان کي سياسي ثبات ته زمينه برابره کړي.

د کندهار والي زلمى ويسا وايي، که د سیمې له خلکو څخه د د دې پروژې کارکوونکي غوره شي؛ نو له يوې خوا به د خلکو اقتصاد پياوړى شي او له بلي خوا به په امنيتي برخه کي د پام وړبدلون هم راشي.

د ولايتي شورا ریيس سيدجان خاکريزوال د تاپي پروژې د پلي کيدو په برخه کي د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.

د کانونو وزارت د مسوولينو د معالوماتو له مخې؛ دغه پروژه به په راتلونکیو اته مياشتو کي پيل شي؛ خو دا مهال يې د عامه پوهاوي پروګرامونه رامخکې کړي، چې خلک يې له ارزښته خبر او مشورې ترې واخلي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version