تازه خبرونه
د سرپل د میرزا اولنګ د عام وژنې غچ به اخلم
ولسمشر غني وايي، چې د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې د ښځو او ماشومانو د قتل عام غچ به اخلم.
په افغانستان کې د جګړې له شدت سره همهاله د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله د پام وړ اوچته شوې ده.
د ولسمشر اشرف غني په باور، ترهګرو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې او اوس غواړي له ولسي وګړو غچ واخلي.
ولسمشر وایي، هغه عام وژنه ، چې په میرزا اولنګ سیمه کې تر سره شوې ؛ ښيي، چې د دې هېواد دښمنان یوه پوله هم په رسمیت نه پېژني.
د اشرف غني په وینا؛ د افغانستان دښمنانو د جګړې تګلاره بدله کړې او د خلکو پرعام وژنه یې تمرکز کړی دی، چې بېلګې یې له دې مخکې په کابل، هرات او غور کې لیدل شوې دي.
ولسمشر د هرات په وروستي ځانمرګي برید کې د هغې نجلۍ، چې په امریکا کې یې د روباتونو په سیالۍ کې مډال ګټلی؛ د پلار وژل کیدل د خپل ژوند ترخه خاطره ګڼي.
دا په داسې حال کې ده، چې ناتو هم له سرپل ولایت څخه د ولسي وګړیو د قتل عام پر رپوتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې جګړې د افغانستان د پرمختګ مخه نیولې ده.
وسلوالو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې دوی په سرپل کې ولسي وګړي نه دي وژلي.
د میرزا اولنګ سیمه، چې د ولسي وګړیو د وژنې رپوتونه ترې ورکول کیږي، اوس هم د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده.