بلخ @ps

د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې بریالي عملیات روان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت وايي، د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ سیمه کې بریالي عملیات روان دي.

 په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسوول نصرت الله جمشیدي وایي، د البرز لس عملیاتو په بهیر کې ځواکونه د میرزا اولنګ درې ته ننوتي، د سیمې پاکول او پلټنې روانې دي.

هغه زیاتوي؛ په دې عملیاتو کی تراوسه ۲۵ وسلوال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version