بلخ @ps
د سرپل د میرزا اولنګ دره له طالبانو بېرته ونیول شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغان ځواکونو د سرپل د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ دره له طالبانو بېرته ونیوله.
د شاهین ۲۰۹ قول اردو قومندان په ډاګه کړې، چې افغان هوایي او ځمکنیو ځواکونو نن سهار د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ میرزا او لنګ درې ته ننوتي او دا سیمه یې له طالبانو ونیوله.
د نوموړي په وینا؛ تر دې دمه په دې عملیاتو کې۵۰ وسلوال طالبان وژل شوي او په ډېر شمېر نور ټپیان دي.
د دې درې لوړې برخې درې زره متره لوړوالی لري؛ افغان امنیتي ځواکونو یې مرکزي سیمو ته ورننوتي او د شکمنو کورونو پلټنه روانه ده.