بلخ @ps

د سرپل له صیاد ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکيو نورو سیمو ته تېښته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په سرپل کې د میرزا اولنګ سیمې له بیا سقوط وروسته د صیاد  ولسوالۍ د مرکز ځینې اوسیدونکي د وسلوالو له وېرې نورو سیمو ته تښتیدلي دي.

د صیاد ولسوالۍ د مرکزي سمو اوسیدونکي وایي، یوشمېر خلک د ولسوالۍ له مرکزي سیمو وتلي دي. دوی ویلي، چې د تېښتې علت یې د وسلوالو ګواښوننه دي.

د میرزا اولنګ سیمې اوسیدونکي د جګړې مدیریت ناسم بولي او په اندېښنه کې دي.

قومي مشر سید احسام الدین وایي، ځینې پوځي چارواکو د میرزا اولنګ له جګړې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

سیمه ییزو چارواکو او امنیتي مسوولینو د میرزا اولنګ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

له میرزا اولنګ سیمې بې ځایه شوی قنبر له خپلو ستونزو کړیږي او له حکومت غواړي، چې سیمه کې یې امنیت تامین کړي.

میرزا اولنګ سیمه د دوشنبې پر ورځ امنیتي ځواکونو له وسلوالو آزاده کړه؛ خو د چهارشنبې پر ورځ  بیا ځلي سقوط شوه.

تر اوسه سیمه ییز مسوولین خبرو ته نه دي حاضر شوي؛ خو د صیاد ولسوالۍ اوسیدونکي د میرزا اولنګ غمیزې د احتمالي تکرار وېرې نیولي.

Trending

Exit mobile version