تازه خبرونه

د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غزني ولایت امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي، چې د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسحاق جلیلي له خپل یو ساتونکي سره د چغتو ولسوالۍ د ګلبوري په کلي کې د سړک غاړي د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د غزني ولایتي شورا سرپرست حسن رضا یوسفي د غزني ولایت امنیتي حالت اندېښمن کړی او وايي، چې د خامو امنیتي پوستو شتوالی، درندو وسلو ته نه لاسرسی او د ځواکونو لږوالی د دې لامل شوی، چې دا ولسوالي له امنیتي ګواښونو سره مخ شي.

هغه ګواښ کوي که دې ولسوالۍ ته بشپړه پاملرنه ونشي؛ لیرې نه ده، چې واعظ ته ورته به دا ولسوالي هم سقوط وکړي.

د جغتو ولسوالۍ د امنیه قومندان د وژنې مسوولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده، چې په جغتو ولسوالۍ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې دا دوه یم امنیه قومندان دی، چې وژل کیږي. له جلیلي مخکې منظور حسین محسني د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی و.

Trending

Exit mobile version