تازه خبرونه
د غزني د جغتو امنیه قومندان په ماین چاودنه کې ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د غزني د جغتو ولسوالۍ امنیه قومندان میراجان د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی او یو ساتونکی یي ټپی دی.
له دې لس ورځې وړاندې د دغې ولسوالۍ بل امنیه قومندان هم په یوه چاودنه کې ووژل شو او دوه میاشتې وړاندې یي یو بل قومندان د وسلوالو په یوه برید کی وژل شوی و.
دا په داسې حال کې ده، د غزني ولایت امنیتي حالت د تېر په پرتله څه نا څه ښه شوی دی.