بلخ @ps

د سرپل په صیاد ولسوالی کې وسلوالو پر امنیتي پوستو برید کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سرپل امنیه قومندان وايي، د شنبې پر شپه وسلوالو په صیاد ولسوالې کې پر امنیتي پوستو بریدونه پيل کړل، چې د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.

د سرپل امنیه قومندان خلیل الله دستیار زیاتوي، وسلوالو ماتې خوړلې؛ پېنځه کسان یي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، په دې ولایت کې امنیتي ځواکونه کافي نه دي؛ نو، ځکه په دفاعي حالت کې دي.

د سرپل ولایتي شورا له حکومت غوښتي، چې د وسلوالو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي.

د سرپل ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني  وايي، وسلوالو له څلور ورځو را په دیخوا په صیاد ولسوالې کې بریدونه ډیر کړي، چې تراوسه یې په میرزا اولنګ کې اووه مهمې پوستې نیولي.

هغه له حکومت غواړي، چې په دې ولسوالۍ کې عملیات وکړي؛ له دې پرته به امنیتي وضعیت نور هم خراب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د صیاد ولسوالی د میرزا اولنګ سیمه د درېیم ځل له پاره وسلوالو طالبانو نیولې؛ خو چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه په تکتیکي توګه پر شاه شوي دي.

Trending

Exit mobile version