تازه خبرونه

د غزني پر اجرستان ولسوالۍ وسلوالو بیا بریدونه پیل کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو ویلي؛ تېره شپه دغزني پر اجرستان ولسوالۍ وسلوالو بیا بریدونه تر سره کړی، چې په کې یو پولیس وژل شوی، یو ټپي دی او درې پوستو سقوط کړی دی.

د اجرستان ولسوال حمدالله ويلي؛ که مرستندوی ځواکونه ور ونه رسیږي ښایي دا ولسوالي د دوی له لاسه ووځي.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي، مرستندوی ځواکونه سیمې ته د رسیدو په حال کې دي او که اړتیا وي هوایي ملاتړ به هم ولري.

وسلوالو وړمه شپه هم پر همدې ولسوالۍ برید کړی و، چې ترسهاره یی دوام درلود او څلور سرتېري په کې وژل شوی وه.

Trending

Exit mobile version