تازه خبرونه

د غزني له ولسوالیو بېځایه شوي له ستونزو سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ځینې کورنۍ، چې د غزني له ولسوالیو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شوي وایي، د جګړو پر مهال یې هر څه له لاسه ورکړي.

د ده یک له ولسوالۍ څخه تښتیدلی محمد حبیب توانیدلي، چې له خپلې میرمن او درې وړو ماشومانو سره له هغه ځایه راووځي. هغه سیمه اوس هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړې پر ډګر اوښتې ده.

بېځایه شوی محمد حبیب له خپلې سیمې څخه ترخې کیسې لري او وایي، ټول مالونه یې له لاسه ورکړي او ورور یې هم طالبانو وژلی دی.

هغه، چې له خپلو ماشومانو سره غزني ښار ته رسیدلي ټینګار کوي، چې په ده یک ولسوالۍ کې له جګړې تېښته هم ناشونې شوې ده.

محمد حبیب اوس له حکومته غواړي، چې د هغو ملکیانو ستونزو ته پاملرنه وکړي، چې په جګړو کې بند دي.

د محمد حبیب ښځه وایي، په سیمه  کې مو د ژوندي پاتې کیدو چانس ډېر لږ و او په ناروغه ځان له کوره راوتلي یو.

د غزني والي عبد الکریم متین وایي؛ دا مهال ده یک، جغتو، اجرستان او د غزني په زیاترو ساحو کې جګړې روانې دي او زیاتره ملکي وګړي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د غزني په زیاترو برخو کې له یوې اوونۍ را هیسې پوځي عملیات روان دي او تر اوسه هم  سیمې  ناامنې دي.

اټکل کیږي، چې د بېځایه شویو شمېر له دې هم زیات شي.

شاپور فرهمند او سمیع جهش چې د غزني جګړه تر پوښښ لاندې راوستې وایي، ملکیان د دې جګړو اصلي قربانیان دي.

Trending

Exit mobile version